خبرونهنړۍ

په غزه کې د ډوډۍ په لټه   ۸۴ ماشومان مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزې د شفا روغتون مشر  وایي، تر اوسه ۸۴ ماشومان د یوې ډوډۍ د موندلو په هڅه کې مړه شوي او  دا شمېره لا هم په زیاتېدو ده. 

محمد ابوسلمیه وایي، یو له قربانیانو څخه د شکر ناروغ و چې د مناسبو خوړو او طبي پاملرنې د نشتوالي له امله مړ شو، چې دا د غزې د تغذیې او درملنې بحران شدت ښيي. 

هغه زیاته کړه: اوسنی وضعیت د ناکافي تغذیې څخه هاخوا دی او په بشپړه توګه د ټولو عمرونو، له ماشومانو تر زړو پورې، د تغذیې کمښت شاملوي. 

به ورته وخت کې د فلسطین روغتیا وزارت د اسرائیلود دوامداره تجاوز له امله د غزې په تړانګه کې د په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۸۹ نورو فلسطینیانو د وژل کېدو او ۴۶۷ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د دې شهدانو او ټپیانو سره، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه تر اوسه د اسرائیلي رژیم د تجاوز له امله د فلسطین د شهیدانو شمېر ۵۹,۶۷۶ او د ټپیانو شمېر ۱۴۳,۹۶۵ ته رسیدلی دی.