افغانستانخبرونه

پاکستان: د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع یوازې آټکل دی

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقات علي خان د طالبانو د حکومت د احتمالي رسمیت پېژندلو په اړه راپورونه اټکلونه بللي دي. 

هغه د پنج‌شنبې په ورځ خپلې اوونیزې خبري غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه لا هم د پاکستان لپاره د دوامداره اندیښنې سرچینه ده. 

شفقت علي خان زیاته کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو ترمنځ اسلام اباد ته د امیرخان متقي د سفر پروګرام نهایي کولو لپاره مشورې روانې دي. 

د هغه په وینا، د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو په اړه د رسنیو راپورونه ژر تر ژره او پر اټکلونو ولاړ دي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې په ۳۰ جون د ثبت شویو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو موده پای ته رسېدلې او تر اوسه تمدید شوې نه ده. 

هغه وویل: «د تمدید وړاندیزونه دولت ته وړاندې شوي، خو تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې. د دې موضوع په اړه وروستۍ پرېکړه د کورنیو چارو وزارت او اړوندو دولتي ادارو په غاړه ده.» 

خان کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره وویل چې دا سفر خورا مهم و. 

د هغه په وینا، د دې سفر په ترڅ کې، د پاکستان او طالبانو چارواکو د امنیت او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه، په ځانګړي توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسله‌والو د سپارلو په اړه مفصلې خبرې اترې وکړې. 

هغه وویل چې د طالبانو مشرتابه د پاکستان اندیښنو ته مثبت ځواب ورکړی او امنیتي خبرې اترې په تخنیکي کچه روانې دي.