
کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي وایي، په استانبول کې د درېیو اروپايي هېوادونو (انګلستان، جرمني او فرانسې) له استازو سره په خبرو کې، د ایران د حقوقو موضوع، په ځانګړې توګه د یورانیمو غني کولو حق چې د NPT په چوکاټ کې زموږ مسلم حق دی، د بحث وړ وه او ټینګار مو وکړ چې په ایران کې دننه غني کولو ته باید دوام ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: د بندیزونو د لیرې کولو موضوع هم مطرح شوه او موږ ټینګار وکړ چې دا بندیزونه باید ژر تر ژره لیرې شي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي د جمعې په ورځ په استانبول کې د درېیو اروپايي هېوادونو (انګلستان، فرانسې او جرمني) له استازو سره د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ چې تهران او اروپا د خبرو اترو پر دوام هوکړې کړې.
غریبآبادي وویل: موږ له درېیو اروپايي هېوادونو او اروپايي اتحادیې سره جدي، روښانه او مفصلې خبرې وکړې. د بندیزونو د لیرې کولو او اټومي موضوع په اړه وروستي تحولات وڅېړل شول.