
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي، د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد، د سیمهییزو چارواکو، لسګونو شاعرانو، نعتویونکو او زرګونو ولسي خلکو په ګډون ترسره شوه.
مولوي عتیقالله عزیزي، په دې مشاعره کې د شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو کړنې، فعالیتونه او تېرې شل کلنې جهادي هڅې وستایلې.
عزیزي دغهراز د شاعرانو او لیکوالانو ګډون ستر ویاړ وباله، چې د شعر او ادب په ژبه غواړي اوس هم د کړېدلي ولسونو پر زخمونو پټۍ ولګوي.