
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دووښځو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې په ساحه کې یوه هایلکس موټر، د سړک پر غاړه روانې دوه ښځې وهلي او دواړو ژوند له لاسه ورکړی.
خبرپاڼه کې راغلي چې موټر چلونکی د امنیتي کسانو له لوري نیول شوی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.