افغانستانخبرونه

طالبانو کې کابل کې شپږ کسان په دُرو ووهل

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا شپږ تنه په دُرو ووهل شول.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې؛ (۶) کسانو ته د تابلیت (K)، ذیکپ، تریاکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرم، تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر دوه کاله تنفيذي بند او  له ۱۰  څخه تر ۳۰ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.