
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې پوليسو پر د امن جرګې پر لاریونوالو ډزې کړي چې د لومړنیو رپوټونو له مخې ۶ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. په وژل شويو کې يوه ماشومه هم شامل ده.
د خیبر پښتونخوا د قومي اسمبلۍ غړي اقبال افريدي رسنيو ته دا پېښه تاييد کړې او يادونه يې کړې پوليسو هغه مهال ډزې کړي چې لاریونوال د خپلو ستونزو بیان په خاطر د ځايي حکومتي ادارې (تهسیل) مخې ته ورټول شوي وو.
په ټولنیزو رسنيو کې نشرېدونکو ويډيوګانو کې ښکاري چې امنيتي ځواکونه پر لاریونوالو ډزې کوي او ښايي تلفات تر دې لا ډېر وي.