
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په بدخشان ولايت کې د کان کېندنې د کارګرو ترمنځ د جګړې پرمهال د څلورو چینايانو وژل رد کړل او دا یې اوازې وبللې.
د بدخشان ولایت محلي سرچینو ویلي چې د یکشنبې په سهار د راغستان ولسوالۍ په سردشت کوتل سیمه کې د څلورو غیرنظامي کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د دغه خبر په غبرګون کې ويلي چې په پېښه کې يوازې يو چينايي چې هڅه یې کوله د دواړو لوریو ترمنځ روغه وکړي او د جګړې مخه ونيسي ټپي شوی دی.
دی مني چې په جګړه کې يو ځايي اوسېدونکی وژل شوی خو چینایان په جګړه کې دخيل نه وو.