خبرونهنړۍ

د مالیزیا خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د لومړي وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د مالیزیا په پلازمینه کې زرګونو کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر انور ابراهیم د استعفا غوښتنه وکړه.

رویټرز خبري اژانس ویلي، مظاهره کوونکو د “انور استعفا ورکړه” شعارونه ورکول، او د کوالالمپور له مرکز څخه یې تر ازادۍ چوک پورې لاریون وکړ.

پولیسو اټکل کړی چې په دې لاریون کې لږ تر لږه ۱۸ زره کسانو برخه اخیستې وه. 

لومړي وزیر دا اوونۍ د غریبو کورنیو لپاره د نغدو پیسو مرستې، د تیلو بیو کمولو ژمنې، او د بیو د زیاتوالي په اړه د اندیښنو کمولو لپاره د اقداماتو اعلان وکړ. 

د اسلامي محصلینو د ډلې ۲۳ کلنې غړې نور شذیرا لیمان وویل چې هغه د نوو مالیاتو او په لویو سوداګریو باندې د اضافي بریښنا نرخونو له امله اندیښمنه ده، ځکه دا به پر مصرف کونکو اغیزه وکړي. 

انور ابراهیم د قضایي مداخلې او د فساد پر ضد د خپل عزم په اړه هم له تورونو سره مخ دی، خو هغه خپله د محکمو په چارو کې د مداخلې تورونه رد کړي دي.