ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

د بودیجې کموالي له امله، د ناسا شاوخوا ۴ زره کارکوونکي استعفا کوي

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د امریکا د فضايي ادارې ناسا د ډونالډ ټرمپ لخوا د فدرالي ادارو د بودیجې د کموالي د پریکړې له امله شاوخوا ۳,۸۷۰ کارکوونکي له لاسه ورکوي. 

د فرانس پریس خبري اژانس د ناسا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د “ډفرډ ریزاینیشن پروګرام” په دویم پړاو کې شاوخوا ۳,۰۰۰ کارکوونکو په خپلواکه توګه د استعفا ورکولو پرېکړه کړې، په داسې حال کې چې د لومړي پړاو په ترڅ کې ۸۷۰ کارکوونکو د استعفا ورکولو هوکړه کړې وه. 

د دې کارکوونکو لخوا د استعفا ورکولو هوکړې سربیره، که د ادارې د نورو کارکوونکو د خدماتو موده هم په پام کې ونیول شي، نو د ادارې د دایمي کارکوونکو شمېر به له ۱۸,۰۰۰ څخه شاوخوا ۱۴,۰۰۰ ته راټیټ شي.

سپینه ماڼۍ وايي چې امریکا اوس مهال پر دې کار کوي چې چین سپوږمۍ ته له رسېدو وروسته پاتې کړي او مریخ ته لومړی انسان ولېږي. 

چین د ۲۰۳۰ کال پورې سپوږمۍ ته د خپل لومړي انسان د لیږلو هدف ټاکلی.