
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د روغتیایي خدمتونو د ښه او معیاري کولو لپاره یې ملي روغتیایي پالیسي جوړه کړې، چې د دغه ډلې لخوا تصویب شوې هم ده.
د دغه وزارت د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وایي، دغه پالیسي یې د یوه کاله په موده کې جوړه کړې، دغه راز په دغه کال کې د روغتیا په برخه کې له ۱۷۴ نیمګړو پروژو څخه ۱۲ پروژې بشپړې کړي دي او ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه او روغتونونو ته ارتقا ورکړل شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي زیاته کړه چې تېر کال یې د ۱.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۸۸ لوی او واړه قراردادونه لاسلیک کړي او د ۲.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت، د هېواد ۲۲ مرکزي روغتونونو ته درمل، تجهیزات، خوراکي توکي او تېل تدارک شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په روغتیایي سکتور کې د پرمختګونو خبره کوي، چې د نورو برخو ترڅنګ په طبي برخه کې د میرمنو پرمخ زده کړې بندي دي.