افغانستانخبرونه

په کابل کې د ایراني چارواکو په ګډون د کډوالو په اړه درې اړخیزه غونډه ترسره کیږي

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ استازي عرفات جمال، ویلي چې په کابل کې به د ملګرو ملتونو، طالبانو او ایران د چارواکو په ګډون د کډوالو په اړه یوه درې اړخیزه غونډه ترسره شي. 

نوموړي دا خبره د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوی عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې ده. 

د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عرفات جمال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسار د وروستي سفر افغانستان ته مهم او اغیزمن بللی او زیاته کړې یې ده چې ملګرې ملتونه د کډوالو او راستنیدونکو لپاره د اړینو مالي سرچینو د جذب لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. 

جمال ویلي چې ایراني چارواکو د افغان کډوالو په اړه د یوې تخنیکي درې اړخیزې غونډې د ترسره کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی، او دا غونډه به ډیر ژر په کابل کې ترسره شي. 

د جمال په وینا، په دې درې اړخیزه غونډه کې به د راستنیدونکو او په ایران کې د میشتو کډوالو ستونزې په تفصیل سره وڅیړل شي. 

عرفات جمال دا هم ویلي چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره به څو اړخیزې غونډې دوام ولري، او په نږدې راتلونکي کې به د قطر په پلازمینه کې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو څخه د مالي سرچینو ترلاسه کولو لپاره یوه څو اړخیزه غونډه ترسره شي. 

د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست دا درې اړخیزه غونډه د ایران کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده چې طالبان د دې غونډې لپاره له وړاندې چمتو دي.