افغانستانخبرونه

متقي د عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې: له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل اندیښمن کونکي دي

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل اندیښمن کونکي بللي دي. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دا ټلیفوني خبرې نن (یکشنبه، ۵ اسد) ترسره شوې او پکې د دوه اړخیزو اړیکو، له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو، او په غزه کې د بشري ناورین په اړه بحث شوی دی. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان کډوالو د تدریجي او با عزته ایستلو د اصولو پر رعایت ټینګار کړی دی. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله، عراقچي په دې ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هڅه کیږي د افغان کډوالو ایستل په تدریجي توګه او داسې ترسره شي چې د دوی حقوق نقض نه شي. 

اوس مهال ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال ایستي. 

د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه په غزه کې د بشري ناورین په اړه خبرې کړې دي. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې با نفوذه اسلامي هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي او په غزه کې د لوږې او نسل وژنې مخه ونیسي. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د غزې د اوسني وضعیت په اړه، د حل لارې موندلو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته اړتیا ده.