
کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د پوهنتونونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې په لوړو زده کړو مرکزونو کې د اصلاحاتو او د امر بالمعروف قانون تطبیق باندې ټینګار کړی دی.
دې اژانس د یکشنبې په ورځ، ۵ اسد، په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان د پوهنتونونو له رئیسانو او مسؤلینو سره یوه اصلاحي غونډه ترسره کړې ده.
ندامحمد ندیم په دې غونډه کې د هېواد د تحصیلي نظام پر بیا کتنې او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې په پوهنتونونو کې د امر بالمعروف قانون تطبیق باندې ټینګار کوي چې د دې قانون د مادو له مخې د وګړو، په ځانګړي توګه د ښځو، ډېرې ازادۍ محدودې شوې دي.
د امر بالمعروف قانون د “ژوندي موجود” انځورونو خپرول او نشرول منع کړي او د ښځو غږ یې “عورت” بللی دی.