خبرونهنړۍ

په پاکستان کې د پولیو درې نوې پېښې ثبت شوې

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د اسلام اباد په ملي روغتیا انسټیټوټ کې د پولیو د له منځه وړلو سیمه ییز لابراتوار په پاکستان کې د پولیو درې نوې پېښې تایید کړې دي.

د دې پېښو له ثبت سره، سږ کال په دې هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد. 

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو لا هم په بومي توګه پکې شتون لري. 

د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو هڅو سره سره، د امنیتي ستونزو، د واکسین په اړه بې باورۍ او ناسمو معلوماتو په څیر ننګونو پرمختګ ورو کړی دی. 

د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د اعلامیې له مخې، نوې پېښې د خیبر پښتونخوا ایالت د لکي مروت او شمالي وزیرستان ولسوالیو او د سند ایالت د عمرکوټ ولسوالۍ څخه دي. 

د دې نوو پېښو له ثبت سره، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د پولیو د ناروغانو ټول شمېر ۱۷ ته ورسېد، چې ۱۰ یې د خیبر پښتونخوا، ۵ د سند، او یوه د پنجاب څخه ده. 

پولیو یوه ساري او نه درملنې وړ ناروغي ده چې کیدای شي دایمي فلج رامنځته کړي.