
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پښتو ژبې وتلی لیکوال او شاعر سید حبیب الله روحاني اغا له ۱۴کلنې ناروغۍ او کړاو وروسته د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو.
روحاني اغا د کندهار ولايت اوسېدونکی و او په دې وروستيو کې د ناروغتیا د ډېروالي له امله د پاکستان د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته د کورنۍ لخوا انتقال شوی و چې پرون يې هلته په يو روغتون کې ساه ورکړه.
د پښتو ژبې دا ستر لیکوال او شاعر چې تل یې په ادب او تصوف کې لیکنې کړي یو صوفي شاعر په توګه يې په لوی کندهار (کندهار، زابل، هلمند او ارزګان) شهرت درلود.