افغانستانخبرونه

خوست کې يو تنکي ځوان شاعر ځان وژنه کړې ده

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ د ایران 

د خوست په مرکز متون ښار کې يو تنکي ځوان شاعر د کورنيو شخړو له امله ځان وژنه کړې ده.

نصرت چې په پښتو ژبه يې ځينې شعرونه ويلي او دا شعرونه يې مشهور شوي هم دي، تازه راپورنه وايي چې نوموړي تېره ورځ ځان وژلی دی.

د هغه د کورنۍ ځينو غړو تایيد کړې چې هغه په کور کې شخړه کړې وه، تېزاب یې څښکلي او خپل ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.