
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ کال
د روسیې د دفاع وزارت تایید کړې چې تېره شپه پرې يو ځل بیا د اوکراین له لوري د ۱۱۲ بې بېلوټه الوتکو برید شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه برید د دوی له لوري ناکام شوی او ټولې بې پیلوټه الوتکې يې د ازوف سیند پر سر چې د روسیې په خاوره کې دی له منځه وړي دي.
د خپرو شويو معلوماتو ه مخې، ۳۴ بې پېلوټه د روستوف په سیمه، ۳۱ د کراسنودار په سمیه، ۱۲ د ورونژ په سیمه، ۱۱ د ریازان په سیمه، ۵ د سامارا په سیمه، ۴ د پنزا په سیمه، ۲ د بلګورود په سیمه، یوه هم د کریمه په سیمه کې او ۱۱ نورې د ازوف او تور سیند پر سر له منځه وړل شوي دي.
اوکراین له ډېر وخت راهېسې له روسیې سره د اوربند غوښتنه کوي خو روسیه وايي چې لنډمهاله اوربند ګټه نه لري دوی د دایمې هوکړې په لټه کې دي.