افغانستانځانګړي برخهراپورونه

سیګار: طالبانو په افغانستان کې ترهګریزو ډلو ته ځای ورکړی

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ کال

د افغانستان د بیارغونې د راپور ورکوونکي دفتر (سیګار) په يو تازه راپور کې ادعا کړې چې طالبانو په افغانستان کې ترهګریزو ډلو ته ځای ورکړی دی. سیګار ويلي چې طالبانو دا چاره د دوحې تړون خلاف عمل دی.

القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک او د داعش خراسان ډله هغه ترهګریزې ډلې دي چې سيګار وايي، په افغانستان کې ډېرې فعالې دي.

د سیګار ادارې خپل دا درې میاشتنی راپور د امریکا د استازو له جرګې سره شریک دی.

راپور کې يادونه شوې، سره له دې چې طالبانو په دوحه کې هوکړه کړې وه چې وسله والو ډلو ته به په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي خو اوس لیدل کېږي چې القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د داعش خراسان ډله او ځينې نورې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې خوندي پنډغالي لري او هره ورځ خپلو جنګیاليو ته تمرینونه ورکوي.

سیګار دغه راز په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې داعش خراسان ډله اوسمهال په افغانستان کې پر سیمه ييز ګواښ بدلېدونکې ده.

سیګار دغه راز د داعش خراسان ډلې موجودیت په افغانستان کې د قومي او مذهبي اقلیتونو، د نړیوالو سازمانونو د کارمندانو، بهرنیانو او دپلوماتانو لپاره جدي ګواښ ياد کړی دی.

راپور وايي چې داعش خراسان په کونړ، نورستان او بدخشان ولايتونو کې خوندي پنډغالي لري.

دغه راز راپور کې يادونه شوې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) هم په افغانستان کې ۶زره او ۵۰۰ وسله وال لري چې اکثریت يې په ختيځو ولايتونو کې مېشت دي.

نړیوال تعاملات

په افغانستان کې د امریکا د مرستو پلټونکی او راپور ورکونکی دفتر سیګار دغه راز وايي چې طالبانو بیاځلي واک ته د رسېدو څخه تر اوسه په خپله څلور کلنه دوره کې هڅه کړې چې ځان په نړیوالو د يو دولت په توګه په رسمیت وپېژني او د نړۍ اقتصادي برخه کې ځان مدغم کړي.

خو راپور کې يادونه شوې چې له دغو هڅو سره سره طالبانو لا هم د ښځو او نجونو پر وړاندې دریځ بدل کړی نه دی او دا قشر يې د فشار او محدویتونو لاندې راوستی دی.

سیګار وايي سره له دې چې د ملګرو ملتونو استازو په ځلونو د دغه وضعیت د تغیر لپاره په دوحه کې له طالبانو سره لیدلي خو لا هم دغه وضعیت کې هېڅ تغیر نه دی رامنځته شوی.

امریکا دغه وضعت ته په کتو له طالبانو سره خپلې اړیکې ډېر پيکه کړي خو ملګري ملتونه ټينګار کوي چې باید له طالبانو سره تعامل وشي.

د امریکا د مرستو بندښت

سیګار وايي چې د امریکا د مرستو بندېدو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروسه باندې ډېر تاثیر غورځولی دی. راپور کې د ملګرو ملتونو د اوچا دفتر د معلوماتو پر بنسټ يادونه شوې چې د امریکا د مرستو له بندېدو سره څو میلیونه افغانان بشري مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.

راپور کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې د امریکا مرستې د افغانستان د خلکو لپاره د ژغورنې لاره وه چې د دغو مرستو په بندېدو سره په ټولنه ویجاړونکی تاثیر شوی دی.

سیګار وايي، وړاندې تر دې چې امریکا پر افغانستان خپلې مرستې په موقتي او بیا يې په دایمي ډول بندې کړي، افغانستان سره یې د ۲۰۲۵ کال لپاره د بشري مرستو په پروګرام کې له ۳۰ ميليونه ډالرو ډېره مرسته لېږلې ده.

د طالبانو دریځ

که څه هم تر اوسه د سیګار د دغه تازه راپور په تړاو د طالبانو حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې ي يې په ځلونو ټينګار کړی چې په هېواد کې هېڅ وسله والې ډلې ته ځای نه ورکوي او دغه راز يې دا ډاډ هم ورکړی چې له دغه هېواد څخه به هېڅ ګاونډي او سیمه ييز هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

خو په ځلونو د تاجکستان او پاکستان حکومتونو ادعا کړې چې وسله وال د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان له خاورې په دغو هېوادونو بریدونه کوي.