
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
اسرائیلو د امنیتي تهدید له امله د متحده عرب اماراتوڅخه خپل دیپلوماتیک کارکوونکي بیرته ورغوښتي دي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیل له متحده عرب اماراتو څخه خپل زیاتره دیپلوماتیک کارکوونکي بېرته ور بللي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا امرونه د اسرائیلو د ملي امنیت شورا له خوا په خلیجي هېواد کې مېشت اسرائیلي اتباعو لپاره د سفري خبرداري د لا سختولو له امر وروسته صادر شوي دي.
د اسرائیلو ملي امنیت شورا خبرداری ورکړی چې په متحده عرب اماراتو کې د یهودو او اسرائیلي وګړو د په نښه کولو احتمالي هڅې کېدلی شي.
دوی زیاته کړې، دغه بریدونه ممکن د یهودي رخصتیو او د دوی د مقدساتو مراسمو پر مهال زیات شي.
د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي، او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.