خبرونهسیمهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۵ ماشومان وژلي، ۱۲ کسان ټپيان دي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د يوې مرمۍ د چاودنې له امله ۵ ماشومان وژل شوي او د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې، په وژل شویو ماشومانو کې څلور نجونې دي او د ځینو ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

د ځايي دولتي روغتون مشر ډاکټر کفایت الله رسنيو ته ويلي چې د پېښې له ځايه ورړل شویو ټپيانو کې د څو تنو روغتيايي حالت نازک دی. هغه زیاته کړه چې د ټولو ماشومانو عمرونه له دوه کلنو تر اوو کلنو پورې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې مرمۍ پخوانۍ ده او که نوې دغې سیمې ته ورغورځول شوې ده.