افغانستانخبرونه

هند د ټرمپ د ګواښ سربېره له روسیې وسلې او انرژي پېري

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

سره له دې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هند د دې له امله ګواښلی، چې له روسيې څخه وسلې او انرژي پېري، خو باوري سرچينې وايي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

یو هندي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له روسیې څخه د نفتو د پېرلو تړون اوږد‌مهاله دی او په لنډ وخت کې د دې بهیر درول ممکن نه دي.

یوې بلې سرچینې د دغو وارداتو د لامل په تړاو ویلي، چې یادو وارداتو په نړیوال بازار کې د نفتو د بیو د زیات لوړوالي د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې له هند څخه پر وارداتي توکو د ۲۵ سلنه تعرفې د وضعه کېدو ترڅنګ دغه هېواد له روسیې څخه د وسلو او انرژۍ د پېرلو له کبله «جریمه» کوي.