افغانستانخبرونه

کابل کې د ۴ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ضد د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې،چې د کابل شپږمې حوزې په دارالامان کې یې د طالبانو په یوه پوسته برید کې د دغه ډلې دوه استخباراتي کارکوونکي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دوی ویلي، دغه برید یې د تیرې شنبې په ورځ  کړی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

یادې جبهې څو ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د طالبانو د امرباالمعروف کارکوونکي به د دوی ځآنګړی هدف وګرځي.