افغانستانخبرونه

د سکاټلېنډ لومړي وزیر په غزه کې د اسرائیلو جګړه غندلې ده

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د عرب نیوز د راپور له مخې، د سکاټلېنډ لومړي وزیر جان سوییني د دې هېواد په پلازمېنې اډینبورګ کې د یوې غونډې پرمهال په غزه کې د اسرائیلي رژیم روان وحشت نسل‌وژنه بللې ده.

نوموړي ویلي: “دا ډیره څرګنده ده، چې په فلسطین کې نسل‌وژنه روانه ده او دا نه شي ردېدای.”

له دې وړاندې د یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو مشرانو هم غزه تړانګه کې روان وحشت ښکاره نسل‌وژنه بللې ده.

#ملي‌تلویزیون