افغانستانخبرونه

نن د هیواد په ۱۱ په ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، او پکتیکا شامل دي.