افغانستانخبرونه

طالبانو د میدان‌وردګو «شهرنو» ښارګوټي نږدې ۸۷۴ جریب ځمکه دولتي تثبیت کړه

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو عدلیې وزارت وایي چې د میدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د «شهرنو» ښارګوټي نږدې ۸۷۴ جریب ځمکه د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې امارتي تثبیت شوې ده.

د عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاده ځمکه د میدان‌وردګو ولایت په مرکز کې په څلورو کادستري قطعو کې واقع ده او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له دې مخکې د هغې په اړه څېړنه کړې او دوسیه یې رسماً د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې څانګړې محکمې ته سپارلې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادې ځانګړې محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د متصرفینو د وړاندې شوو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره پرېکړه وکړه چې تر دعوا لاندې ځمکې له ډلې ۸۷۳ جریبه، ۱۲ بسوې، ۸ بسواسې او ۱ متر مربع ځمکه امارتي ده.

سرچینې ویلي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو څېړنې لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور ځانګړې محکمې او په هر ولایت کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو یو تخنیکي پلاوي لري.