افغانستانخبرونه

د ننګرهار د بهرنیو چارو رییس د اخلاقي فساد په تور له دندې ګوښه شو

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وايي چې په ننګرهار کې د بهرنیو چارو وزارت د نماینده ګۍ رییس مولوي فضل هادي احمد د اخلاقي فساد په تور له دندې ګوښه شوی دی. د هغه پرځای مولوي جان محمد انقلابي د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
د نوموړي هغه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس شوې چې هغه په کې د یو ویډیو کال پرمهال خپله تناسلي اله ښکاره کوي.
که څه هم نوموړی د موضوع د ارامتیا په موخه په ننګرهار کې له دندې ګږښه شوی خو بېرته په پکتیا کې د برېښنا د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
پرون په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر هم اعلان وکړ چې مولوي جان محمد انقلابي د ننګرهار د بهرنیو چارو د نوي رییس په توګه دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت په غونډه کې د خپرو شویو انځورونو کې پخوانی (په اخلاقي فساد تورن شوی رییس مولوي احمد) لیدل کېږي چې ډېر خپه ولاړ دی.