خبرونهسیمهنړۍ

د خیبر پښتونخوا بنو کې پاکستاني طالبانو د پوليسو په پوسته د بې پیلوټه الوتکې برید کړی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله والو د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې په میریان پولیس پوسته باندې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

لومړني راپورونه وايي چې په دغه بې پيلوټه برید کې دوه پوليس ټپيان شوي او نور چاته يې زیان نه دی رسولی.

ځايي پوليسو که څه هم د ټي.ټي.پي وسله والو نوم نه دی اخېستی، خو برید يې تايید کړی او یادونه يې کړې چې برید د ناڅرګندو وسله والو له لوري شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان د شخړو او سولې انسټيوټ له لوري په خپاره شوي راپور کې یادونه شوې چې په دغه هېواد کې په وسله والو بریدونو او ترهګرۍ کې ۵ سلنه ډېروالی راغلی چې اکثریت پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي.