افغانستانخبرونه

د قزاقستان ولسمشر: افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت لپاره اړینه ده

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د قزاقستان ولسمشر ټينګار کړی چې د سیمې د امنیت لپاره بايد په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې راغلې سوله او ټیکاو باید خوندي پاتې شي او لا پراختيا ورکړل شی.

قاسم جومارت توکایف دا څرګندونې د  ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د قزاقستان په پلازمېنه الماتي ښار کې د لیدنې پرمهال کړي دي.

هغه وويل: ((په افغانستان کې تل پاتې سوله او دوامداره پراختيا د سیمې د امنيت د ټينګښت تضمین کوي. قزاقستان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.))

توکایف او ګوترېش دا لیدنه په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پرمختګ د موخو د مرکز د پرانېستې غونډې په څنډه کې کړې دي.