خبرونهنړۍ

د يمن په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۶۸ کسان مړه او ۷۴ نادرک دي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې د کډوالو يوه ډله چې په یوه کښتۍ کې سپره وه، د یمن په سواحلو کې یې کښتۍ ډوبه شوې چې له امله يې ۶۸ کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې دغې کښتۍ کې ټولټ ۱۵۴ کسان سپاره وو چې تر اوسه د ۶۸ کسانو د مرګ تایید شوی او ۷۴ نور يې نادرکه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې په کښتۍ کې اکثریت ايتوپیايي کډوال سپاره وو چې اروپا ته د تګ نیت يې درلود،

خو په یمن کې د ملګرو ملتونو د کډالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی چې په کښتۍ کې له سپرو کسانو ۱۲ هغه یې ژوندي ژغورل شوي دي.