افغانستانخبرونه

د طالبانو ټولګټو وزارت: د اوسپنې پټلۍ له لارې يوه اوونۍ کې ۹۷زره مټرېک ټنه انتقالات شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د يوازې په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۷زره مټرېک ټنه انتقالات شوي دي.

ياد وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي: ((د زمري میاشتې له ۳مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې) د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.))

د معلوماتو له مخې، د حیرتان له لارې ۶۴۰۰۸ ټنه، د اقینې له لارې ۱۳۴۹۷ ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۰۳۵۷ ټنه او هرات خواف له لارې ۹۷۲۵ ټنه انتقالات شوي دي.

په دغه انتقالاتو کې (۱۲۶) ټنه یې صادرات دي، چې لويه برخه یې وچه مېوه جوړوي.