
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ په ۲۹مې ویالې سیمه کې په یوه مدرسه کې ۴۰ تنه طالب زده کوونکي مسموم شوي دي.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاده مدرسه د کوچیانو اړوند ده.
هغه په دې اړه نور معلومات له ځآن سره نه درلود او نه هم تر دې دمه سیمه ییزو مسؤلینو څه ویلي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې په مدرسو کې د مسموم کېدو پېښې رامنخته شوي دي.