
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د تحریک انصاف ګوند بنسټ ایښودونکي او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
عمران خان په خپل پیغام کې لیکلي: «افغانستان یو مسلمان او ګاونډی هېواد دی؛ موږ باید له دې سره ښې اړیکې ولرو او ستونزې باید د محلي دودونو مطابق د خبرو له لارې حل شي.»
عمران خان، چې اوس مهال په زندان کې دی، په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې د پاکستان له خلکو غوښتي چې د اګست په ۵مه د «ریښتینې خپلواکۍ» لپاره پاڅون وکړي.
هغه د پاکستان اوسني سیاسي وضعیت د استعماري دورې څخه بدتر بللی او ټینګار یې کړی چې دا پاڅون د اګست د ۱۴مې (د خپلواکۍ ورځ) په څېر اړین دی.
عمران خان د خیبر پښتونخوا ایالت له وزیر اعلی علي امین ګنداپور څخه هم غوښتي چې د قبایلي سیمو په ګډون په هیڅ سیمه کې، نظامي عملیاتو ته اجازه ور نه کړي.