
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ۲۰ میلیونه او ۹۹۷ زره افغانیو په لګښت، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د داخلي سړکونو د رغونې پروژې چارې پیل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي نداء محمد ندیم وویل، د دغې پروژې کارونه د هېواد د داخلي بودیجې له لارې تمویلیږي.
هغه د قراردادي شرکت له مسوولینو وغوښتل چې کیفیت او د چارو ترسره کېدو وخت ته جدي پاملرنه وکړي او له ژمنې سره سم ټول کارونه په ښه ډول پای ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سړکونه ۲۵۷۱ متره اوږدوالی لري او له دې وړاندې په یاد پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت د څېړنیز فارم لپاره د یوې حلقې ژورې څاه د جوړېدو پروژه پیل شوې، چې نږدې وخت کې به بشپړه او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.