افغانستانخبرونه

د برتانیا ځانګړی استازی: طالبان بايد د بشري حقونو د سرغړونې په اړه ځواب ورکړي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لېنډسي وايي چې طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په سرغړونه بوخت دي او دوی بايد په دغه برخه کې نړیوالو ته ځواب ورکړي.

هغه دا څرګندونې پرون د سه شنبه په ورځ په بریتانیا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په تړاو په جوړه شوې غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

په دغه ناسته کې د بشر حقونو څار سازمان د اسیايي برخې مدیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړ راپور ورکوونکی او د بشر حقونو یو شمېر فعالانو برخه اخېستې وه.

طالبان له نږدې ځلورو کلونو راهېسی په افغانستان واکمن دي او هره ورځ بشري سر غړونې ترسره کوي.