
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د کابل په کلکان ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي، يو ځوان چې اصلاً د تخار ولايت اوسېدونکی دی او کابل ته د کار او مزدورۍ په موخه راغلی و، ځان وژنه يې کړې ده.
دغه ځوان چې له کورني تاوتریخوالي او بې وزلۍ په تنګ راغلی و، پرون يې د کلکان ولسوالۍ په يوه کرنيزه ځمکه کې ځان په ونه کې را ځوړوند کړی او ژوند يې پای ته رسولی دی.
يوځايي طالب امنيتي مسوول هم تایید کړې چې دا پېښه پرون وروسته له هغه رامنځته شوه چې دغه ځوان په کور کې (تخار ولایت کې) د کورنۍ له جنجال خبر شوی، خو کرایه ورسره نه وه چې کور ته لاړ شي، که څه هم ورته د تګ لپاره چنده راټوله شوې وه خو هغه ځان وژلی دی.
تر اوسه د نوموړي د کورنۍ په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.