خبرونهنړۍ

کربلا کې د ۲۵ میلیونه زائرینو لپاره چمتوالی نیول شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د عراق د کربلا والي، قاسم الیساري وایي، چې سږ کال د اربعین مراسمو لپاره د ۲۵ میلیونه زائرینو د ورتګ لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

الیساري وویل: “د ۲۰۰۳ کال راهیسې، کربلا د رسمي اربعین کوربه ده، او هر کال زائرین زیاتېږي، تېر کال ۲۲ میلیونه کسان ورغلي وو، او سږ کال تمه ده چې دا شمېره ۲۵ میلیونو ته ورسېږي.”

د کربلا مراسم هر کال په عراق کې د امام  حسین د زیارت کولو په موخه ترسره کیږي، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه په کې میلیونونه مسلمانان چې اکثریت یې شیعه ګان دي، ګډون کوي.

د عراق حکومت سږ کال اعلان کړی، چې افغان اتباعو ته چې مجردان وي، په دغه مراسمو کې د ګډون په موخه ویزې نه ورکوي.