خبرونهنړۍ

د اسرائیلو د بریدونو دوام؛ غزه کې ۴۱ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په دوام په تیرو ۲۴ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۱ فلسطیني ملکیان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۸ هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره ولاړ وو، چې د اسرائیلو د عسکرو د برید ښکار شول.

په ورته وخت کې فلسطینۍ رسنۍ وایي، چې د دغه هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او لوبغاړی ۴۱ کلن سليمان العبيد هم د هغه وژل شویو کسانو په لیست کې شامل دی، چې د مرستې تر لاسه کولو په موخه ولاړ و.

د یو بل خبر له مخې؛ د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم، ویلي چې د غزې روغتیایي سیستم د بشپړې نړېدنې له خطر سره مخ دی.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي:په غزه کې تر ۱۴،۸۰۰ کسانو څخه ډېر ناروغان سمدستي تخصصي درملنې ته اړتیا لري.”