افغانستانخبرونه

جرمني افغانستان ته د مجرم پناه غوښتونکو لیږد ته دوام ورکوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دبرینت وايي د هغو پناه‌ غوښتونکو د اخراج لړۍ چې درانه جرمي سوابق لري، یوه لنډمهاله پرېکړه نه، بلکې دوام به ولري.

هغه د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې مجرم پناه‌ غوښتونکي باید خپلو اصلي هېوادونو ته ـ چې په کې افغانستان او سوریه هم شامل دي ـ بېرته واستول شي.

دبرینت دا څرګندونې د “T-Online” پادکست سره په مرکه کې وکړې.

هغه د مهاجرت په برخه کې د خپلې سخت‌ دریځۍ یادونه وکړه او ویې ویل: “جرمني به د پناه‌ غوښتونکو د راتګ د کنټرول لپاره پوله‌ ساتنه لا سخت کړي.”

د جرمني حکومت تېر میاشت (جولای ۲۰۲۵) د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دوهم ځل یو شمېر پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته واستول.

 په دې پرواز کې ۸۱ تنه چې د درنو جرمونو له امله محکوم شوي وو، بېرته افغانستان ته اخراج شول.