
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال ر
د تېر جمهوري نظام سیاسي څېره او د میدان وردکو پخوانی والي حليم فدايي وايي چې طالبانو د استخباراتي فشارونو ترڅنګ د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ځکه تړلي چې دغه ډله ښځو ته د ټينګي نه دي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د ننګرهار د بهرنیو چارو او د بلخ د پوهنتون د رییسانو د اخلاقي فساد ويډيوګانې خپرې شوې.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو تر شا د استخباراتي لوبې سربېره دوه مهم داخلي عوامل هم شتون لري چې يو يې ملایان او طالبان دا وېره لري چې که د نجونو او ښځو ښوونځي/پوهنتونه پرانیستل شي، نو د دوی ایمانونه بیا نجونو او ښځو ته د ټینګي نه دي.
دی وايي: (( که ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي او مور زده کړه ترلاسه کړي، نو تعلیمیافته مور به تعلیمیافته اولادونه وروزي. روښانه کورنۍ بیا ډېر ژر د واکمنې طبقې جعلي او خرافاتي سیاست ته متوجه کېږي. بیا هېڅوک ړندو سترګو ددوی تقلید نه کوي. ))
هغه وايي، د نجونو او ښځو د زده کړو پيل سره به لومړی ددوی پټ اخلاقي فسادونه رابرسېره کړي او دوهم خپل قدرت ته خطر ګڼي. اوس چې بشپړ بندېزونه دي، دایې حال دی چې هره ورځ ددوی د فحشاء خبرونه را روان دي.