افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر څو لوړپوړي چارواکي تغیر او تبدیل کړل

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ د یو شمېر ادارو مسوولین تغیر او تبدیل شول.

په دغو کسانو کې د اریانا افغان هوايي شرکت مخکنی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د اداري مرستيال په توګه، د عامې روغتیا وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د اریانا افغان هوایي شرکت د رییس په توګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پارکونو مخکنی رییس قاري عبدالمجید د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د احصایې د مرستیال په توګه، د پوهنې وزارت د دفتر مخکنی رییس مولوي شهاب الدین ثاقب د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه. او د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو مخکنی رییس شیخ محمد طارق طاؤس د پوهنې وزارت د دفتر د رییس په توګه ټاکل شوي دي.