خبرونهنړۍ

پوتین په متحده عرپي اماراتو کې له ټرمپ سره لیدنې ته لیوالتیا ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې ولسمشر پوتین وایي، ګڼ شمېر دوست هېوادونه غواړي، له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال یې کوربتوب وکړي.

هغه د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید سره په مسکو کې د لیدنې وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل: د ولسمشر ټرمپ سره د لیدو لپاره ګڼ دوست هېوادونه مرسته کول غواړي او دا لیدنه به د دواړو اړخونو په ګټه وي. 

نوموړي زیاته کړه چې امارات د متحده ایالاتو د ولسمشر سره د لیدو لپاره مناسب ځای کېدلی شي. 

د یادونې وړده، چې ټرمپ د اګست تر اتمې نیټې پورې د روس له لورې د اوکراین سره د سولې تړون نه کولو په ترڅ کې په دغه هېواد د پراخو بندیزونو لګولو ګواښ کړی.