خبرونهنړۍ

په ګڼ شمېر هېوادونو د ټرمپ لخوا د لګول شویو تعرفو عملي کول پیل شول

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر د سوداګریزې جګړې په ترڅ کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو تعرفې لوړې کړي، چې د امریکا په وخت یې د شپې ۱۲ بجو څخه عملاٌ د تطبیق لړۍ پیل شوه.

په دغه تعرفو کې په هېوادونو د لسو څخه تر پنځوس سلنه پورې تعرفې لوړې شوي، چې د امرکیا ګمرک ادارې له لورې رسماٌ عواید را ټولول پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا نوې تعرفې د تېرو ۱۰۰ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي، چې له امله یې د اکمالاتو سلسله او نرخونو زیاتوالي تمه هم کیږي.

د دې تعرفو له امله امریکایي شرکتونه هم اغیزمن شوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ویلي، چې  د تعرفو له امله به امریکا ته په میلیاردونو ډالره عواید راشي.