
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر د سوداګریزې جګړې په ترڅ کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو تعرفې لوړې کړي، چې د امریکا په وخت یې د شپې ۱۲ بجو څخه عملاٌ د تطبیق لړۍ پیل شوه.
په دغه تعرفو کې په هېوادونو د لسو څخه تر پنځوس سلنه پورې تعرفې لوړې شوي، چې د امرکیا ګمرک ادارې له لورې رسماٌ عواید را ټولول پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا نوې تعرفې د تېرو ۱۰۰ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي، چې له امله یې د اکمالاتو سلسله او نرخونو زیاتوالي تمه هم کیږي.
د دې تعرفو له امله امریکایي شرکتونه هم اغیزمن شوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ویلي، چې د تعرفو له امله به امریکا ته په میلیاردونو ډالره عواید راشي.