خبرونهنړۍ

کمبوډیا هېواد هم ترمپ د نوبل سولې جایزې لپاره نوماند کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کموډیا لومړي وزیر ویلي، د تایلینډ سره د سرحدي شخړې په درولو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوره ستراتیژې وښودله او له همدې امله یې د نوبل سولې جایزې لپار نوماندوي.

نوموړي زیاته کړه چې ټرمپ د نړۍ د نورو شخړو د حل په برخه کې هم غیر معمولي بریالیتوبونه ترلاسه کړي. 

د یادونې وړده، چې له دې وړاندې پاکستان هم د هندوستان سره د جګړې بندولو په برخه کې د ټرمپ رول له امله هغه د نوبل سولې جایزې لپاره نومزد کړی و، او اسرائیل هم تېره میاشت ټرمپ د دې جایزې لپاره نوماند کړی دی.