خبرونهنړۍ

د کرایې د زیاتېدو شخړې وروسته یوه برتانیوي وزیرې له دندې استعفا ورکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ یوې برتانیوۍ وزیرې روشن ارا علي د خپل کور کرایه د میاشتې ۷ سوه پونډه زیاته کړې وه، چې له امله هغه د سختو نیوکو لاندې راغله او بالاخره مجبوره شوه، چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د برتانیې د لومړي وزیر دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د روشن آرا علي استعفا د شخصي ملکیت د معاملې وروسته رامنځته شوه. 

د راپورونو له مخې، د کرایې زیاتولو له امله روشن آرا علي د خیریه ادارو او اپوزیسیون له خوا سختو نیوکو سره مخ شوې وه.

د بنګله دېش اصليت لرونکې روشن آرا علي ویلي، د استعفا پرېکړه یې سخته وه، خو نه غواړي چې شخصي معاملات یې د حکومت په مهمو کارونو کې خنډ شي، او تل یې قانوني اړتیاوې پوره کړي دي. 

د برتانیې لومړي وزیر سر کیئر سټارمر وویل، روشن آرا علي د بې کوره کسانو په موضوعاتو کې اغیزمن کار کړی او باور لري چې هغه به خپلې ګوندي او ولسي خدمتونو ته دوام ورکړي.