
کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو لومړي وزیر نیتن یاهو د امریکایي رسنیو سره په مرکه کې ویلي و، دوی غواړي د خپل امنیت لپاره د غزې ټولې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي.
نوموړي ویلي، دوی د غزې پر حکومت کولو اراده نه لري او غزه به یوې ولسي ادارې ته وسپاري.
د فلسطین مقاومتي تنظیم حماس د اسرائیلو د لومړي وزیر د یادو خبرو غندنه کړې او دا یې د غزې د سولې مذاکراتو پر وړاندې د شپې برید په توګه وباله.
حماس په یوې اعلامیې کې ویلي، دوی به اسرائیلو ته هیڅکله د غزې پر بشپړ کنټرول اجازه ور نه کړي.
د حماس په وینا، د اسرائیل اصلي موخه د فلسطینیانو وژنه او بې کوره کول دي، او نیتن یاهو غواړي یرغمال شوي کسان د خپلو ګټو لپاره قربان کړي.
دوی زیاته کړه چې دوی به د دښمن پر وړاندې تر پایه وجنګیږي.