خبرونهځانګړي برخه

د ملګرو ملتونو سرمنشي ، اسرائیلو لخوا د غزې د نیولو پرېکړه وغندله

کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر غزا د اسرائیلو ځواکونو د کنټرول په تړاو د اسرائیلي حکومت پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دا چاره به په غزه کې د انساني بحران وضعیت لا خراب کړي.

ګوترېش د جعمې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې فلسطیني وګړي همدا اوس هم په غزه کې له یو بحران سره مخ دي او دا پرېکړه کولی شي چې د جبري کډوالۍ، ویجاړۍ او وژنو پراختیا ته لار هواره کړي.

هغه يو ځل بیا په غزه کې د دایمي اوربند په رامنځته کولو ټينګار کړی او غزه کې مېشتو فلسطیني وګړو ته يې د بیړنیو بشري مرستو د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د بریټانیا، جرمني، اسټرالیا، ایټالیا، او نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیه کې د اسرائیلي رژیم د کابینې له لوري د غزې تړانګې د اشغال پرېکړه په کلکو ټکو غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو کابینې پرون د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چې پر غزې ښار به بشپړ واک اختياروي.