
کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې لا هم د دغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته د دواړه اړخیزو اړیکو د پراختيا په موخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د دغه وزارت وياند شفقت علي خان پرون په يو خبري کنفرانس کې وويل، پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست، امیرخان متقي د سفر کره نېټه لا وروستۍ شوې نه ده.
هغه ويلي چې دا نېټه به د ملګرو ملتونو تر هوکړې وروسته د بهرنيو چارو وزارت له لوري اعلان شي.
ټاکل شوې وه چې تېره اوونۍ متقي اسلام اباد ته سفر وکړي خو پر نوموړي د ملګرو ملتونو د سفر بندیز له امله د دغه سفر مخه ونیول شوه.