افغانستانخبرونه

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

هلمند کې د طالبانو د امنیه قومانداني وایي، د واشير ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د واشير ولسوالۍ اړوند په ښوراب سیمه کې د یوه اکوا او ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې  په دې پېښه کې د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې په قرنیانو کې یو نارینه، دوې ښځې او درې ماشومان شامل دي.